My Pen Book

Information

  • Public (anyone can view and join)
  • د تیرو درېو پوښتنو ځوابونه

     

    تر هرڅه ړومبی غواړم عرض کړم

     

    زه چې ډیرئ لیکنې کوم دا هغه څه وې چې په تجرباتو تثبیت شوې او د اثابت قابل وې

    د بیلګې په توګه

    د لاس ګوتې پنځه دې کله کله ناکله د ځینو خلکو یوه ګوته زیاته یا کم هم کیدای شي اما عموما د یو لاس پنځه ګوتې وې

     

    یو بل مثال

    ځمکې ته رڼا  لمر ورکوې او د لمر وړانګې د ژوندیو موجواتو او بیلابیلالو تحولاتو لپاره  اړېنې دې. که دا وړانګې نه وې نو په تیزې سره به د ځمکې نظام په یو بل لورې بدلون پیدا کړې

    یا

    سپوږمۍ خپله رڼا نلرې مګر  د لمر رڼا د هغې په مخ لیږیږې  چې  مونږ ته داسې ښکارې چې ګواکې رڼا لرې.

     

    پورته درې واړه قضیې نه فلسفه ده او  نه د کوم دین سپکاوی  بلکه  حکمت ده،

     

    تقریبا زما ټولې لیکنې یواځې او یواځې حکمت وې ، زه فلسفې نظریات  هم  د و منلې علمې اصل په توګه  نه لیکم.

     

    که په پورته مثالونو کې کوم یو ورو ر یا خور  را پورته شي او ووایې

    دا  دروغ دې ، ځکه چې  فلانی حدیث کې داسې راځې چې سپوږمۍ په  څووم اسمان کې ده او اسمان ته د ختلو  لاره نشته

    یا وایې نه  ،  د لاس ګوتې پنځه ندې باید اول وګڼل شي کنه دا غیب ګویې ده او غیب ګویې حرامه ده

    یا  ووایې 

    د ځمکې او اسمانونو  رڼا کونکی یواځې الله جل جلاله ده ، ته شرک خرافات وایی لمر هسې یوه بهانه ده که لمر نه وې هم فرق نکوې.

     

    داسې وروڼو خویندو ته زه یواځې دومره وایم  چې  د حکمت تثبیت شویو اصلونو څخه انکار   له دین څخه انکار او د الله ج له نعمت څخه انکار او په اسلام رخشند وهل دي.

     

    یو ځل بیا عرضوم چې  زه تثبیت اصولونه لیکم ، فلسفې نظریات یا د سیکولر غرب یا شرق  عقاید  او مفکرو سره کار نلرم ، بلکه  د محمدص صلی الله علیه واله وسلم  له فرمان مبارک سره چې حکمت د مؤ مین میراث ده باید تر لاسه یې کړې د هم هغه حکمت له مخې هر څه لیکم

     

    پدې اساس له دي ځینو جذباتې احساساتې او نېوکه کونکو وروڼو او خویندو په درنښت سره هېله کوم چې  اړوند مسائل څو څو ځله په تکرار سره ولولې ژور فکر پرې وکړې

    حکمت  د هرشی دلیل او ثبوت غواړې ،  حکمت هیح تصادف  نه منې ، حتا د یو ځل لپاره  هم تصادف نه منې نه شتون لرې ،

    حکمت هیڅ داسي څه هم نه منې چې  په هغه انسان نه پوهیږې ، البت  په کوم چې نه پوهیږې  نو د هغه شي هیح تصور هم نشي کولي.

    کله چې د یو شي تصور او تفکر کؤو ددا پدې مانا ده چې زمونږ  په عقل کې یې  د سپاړې لپاره  استدلال شته او کولي شو تثبیت یې کړو.

     

     

    اول  حرکت

     

    اول :- له یوه ځایه بل ځای ته خوځښت

    دوهم :- په یو ځای کې دننه ځانې خوځښت

     

    اولین خوځښت یوه ځانګړې سپاړه ده چې تر ننه پوهان ورباندې اختلاف لرې، بشپړ بحث به یې په بریالیتوب او پریکړنپوهه کې ولولئ ، راځو دوهم ډول ته

     

    په یو ځای کې دننه خوځښت هم بیا دوه ډوله ده

     

    اول : - په هغه ځاې یا مکان کې له یوه ځایګي بل ځايګې ته تلل یا خوځښت

     

    لکه د موټر یا انسان له یوه ځایه بل ځای ته تګ ، د مارغانو یو بل مکان ته کډه ، د سپوږمې ، ځمکې او نورو سیارو حرکات .

     

    دوهم :- پخپل ځان کې دننه خوځښت چې بطې خوځښت هم ورته وایې.

     

    نور په راتلونکې پوسټ کې

Photos

Recent Activities