Leucippus

لیوسی پس ۳۶۰ – ۴۶۰ وړاندې تر ع-ع Leucippus 
-----------
لیوسی پس او د دیموکرایتوس نظریات یو له بل سره بیخی زیات شباهت لري، د لیوسی پس تر ټولو مهمه نظریه د هستوي ذراتو او د هغوئ د قدرت نظریه ده چې د نولسمې پیړۍ ساینسدانانو له نظریې سره برابره او تر ننه هم اړونده نظره ډیر ساینسپوهان نشې ردولی، لیوسی پس د ټولو کایناتو او تحولاتو اصلې علت په فضا کې موجودې کوچنۍ ذري او د ذرو ځانګړې د خوی او خاصیت اغیزې دې، لیوسي پس د اتومیزم  نظریې د بنسټ ګر په حیث ساینپوهانو منلی. لیوسې پس وایې چې په فضا کې بیلا بیل قسمه ذرات د موجوداتو اصل واحدونه دي او د هري ذرې په مینځ کې بیا د هغې خپل داخلې خوی او خاصیت تاثیرات او د قوې واحدونه دي، ددي ذراتو له یو بل سره د تعامل په پایله کې مختلف موجودات خلق شویدي. لیوسی پس د نورو پوهندوستانو په شان په کوم رب یا خدای باور نه در لود اونه یې هم د کایناتو د نظام تر شا د کوم غیبې قدرت علت منل بلکه ویل یې همدا ذرات ازلې او ابدې دي او د همدې ذراتو خپل ځانګړي تاثیرات داسې دي چې هغه منظم شکل اختیاروې او مونږ داسې فکر کؤ چې دې نړۍ ته هرو مرو کوم چا نظم ورکړیده. لیوسی پس د ژوند په اخیرو کې د حیواناتو او معدنیاتو په ذرو بیل بیل کار وکړ او دا یې اعلان کړه چې ټولې ذرې په ځانګړې توګه دستورې شوې ، رهبرې شوې او تدبیر شويدې، ژوي ، حشرات او حیوانات لکه څنګه چې منظم ښکاري او هر یو دنده لرې همدا خوی او خاصیت یې په اولینو ذرو کې له پخوا دستورې شویده . هر څه داسې بریښې چې د دستور یا خدمت لپاره چې تر یو خاص پلان لاندي خلق شويدې، ددوئ د بدن په ذراتو کې د خوی داسې ځانګړې اغیزې وې چې په زوند کې باید همهاغه مشخص ځانګړي کارونه وکړي ، چې لدې معلومیږي چې دا کاینات کوم لوی طراح لري. دا طراح نه هغه ده چې خلکو پخپل لاس جوړ کړې او جګ یی درلولي او پخپله د خلقت ډیره جزي برخه دې مګر دوئ یې اجبارې په خلکو تحملوې چې هدا خدایان دي. حال دا کچیرې د یوې لحظې لپاره فرض کړو چې له یو څخه زیات ډیر خدایان وجود لرې نو په ذارتو کې دستورات به قطعا ټولو له یوه ټاکلی طبعې قانون څخه پیروې نه کوله بلکه حتمې وه دوهم خدای بیا په بله خوا کشولای او یو اختلاف به په مخلوقاتو کې خلق شوی وه مګر داسې نده، هر څه یواځې د یوه مطلق کایناتې قانون په شدت سره پیروې کوې، دلته یوه ذره نشته چې د ذرې د زرمې برخې په اندازه بغاوت او خپلواکې ولرې پس له یوه ټاکلې واحد قانون څخه پیروې ددې ستر ثبوت دی چې دا کاینات یواځې یو خالق اداره کوې. لیوسی پس ددې لپاره چې د شعایې (وړانګیزو) ذراتو اصل تثبیت کړي ، په یوه غونډه کې یې خپل لاسونه په وړانګیزو ذراتو ورک کړل.

علمې میراث
لیوسي پس د ذروې پوهې په اړوند اولین کس شمیریل کیږي، د هغه د ذرو کتاب د کارپس په نوم د هغه یو شاګرد ډيموکراتوس لیکلی ، د کارپس کتاب تر نن ورځې پورې د فزیکپوهنې او کیمیا د اټومیزم په برخه کې ځانګړی مقام لرې. 
-----------
د لیوسی پس عقیده
لیوسي پس د دهریت د عقيدې بنسټګر بلل کیږې ، باید په یاد ولرئ چې دهریت او الحاد ډیر زیات توپیر لرې ، الحادیان په تاریخ کې د ګوتو په شمیر تقلیدې پوهندوستان لرې ، بلکه له هیڅ سره شمار دي.
د الحاد او دهریت ستر توپیر داده چې الحاد هیڅ خالق نه منې او نه هم د کایناتو تر شا مدبره قوه منې بلکه دا ټول نظم د یوې تصادفې پیښې پایله بولې مګر د اولینو ذراتو له دستور او دود او پیروې څخه انکار کوې.
دهریت بیا د وحدت الوجود په شان عقیده لرې زیاتوې په هره ذره هر څه کې (دهریت) موجود دی، دهر هغه دستوري نه لیدونکی غیر ملموس خوی ته وایې چې هره ذره رهبرې کوې ، پدې مانا په هره ذره کې د هغې قوه او خاصیت د ربانې خوی او خاصیت یوه برخه بولې . ( نعوذ باالله ) . په ساده الفاظو دهریت پدې باور ده چې خالق کل په هر څه کې ده ، یو ده او یو په هر څه کې تیت ده ، هر مقدار کې یوه اندازه د هغه اغیزه پرته ده ، دا ټولې اغیزې یا خویونه پخپل منځ کې ټینګه رابطه لرې او پدې رابطه د هیڅ انسان وس نه رسیږې چې د یوې معمولې لحظې لپاره یې پرېکړې. همدا د انسان بې وسې پدې مانا ده چې په انسان کې هم محدود ربانې خاصیت موجود ده او محدود پدې مانا بې وسه ده چې کایناتې نظام د یوې ذرې پّ اندازه مختل کړې. 
پس خالق هر چیرته په هر څه کې ده ، مګر مثال او نمونه یې ځکه نشته چې هر څه هغه ده بل څه نشته ، هغه هم ظاهر ده او هم پټ یا باطن پس همدا زمونږ په شمول هر څه هره ذره د هغه ذات جزې برخې دي (نعوذ بالله).
باید ذکر کړم چې په نړۍ کې په هر دین کې د دهریت عقیده شامله شویده مثلا په مسلمانانو کې د ځینو صوفیانو هغه ډلې چې په وحدت الوجود عقیده لرې . 
د وحدت الوجد نظریه او عقیده ناسمه ده مخکې یی د رد دلایل وویل شول ورسته به یې په ځانګړو دلایلو بیا هم د رد بحث وشي. 
-----------
د لیوسي پس اخلاق
لیوسي پس پدې باور وه چې هیڅوک هیڅ کار له ځانه نشي کولي هر کار هر عمل چې کوې دا د هغه د بدن د ذرو د خوی غوښتنه ده. مګر زیاتوې انسان د ځمکې په سر اولین مخلوق ده چې د خپلو ذراتو د خوې د غنې کولو یا خوارولو صلاحیت او استعداد لري. 
لیوسې پس وایې د ذراتو خوی دومره یو باریک شی ده لکه سوچ یا فکر یا اراده ، 
هغه به ویل چې سوچ یا اراده هم یو ډول باریک لطیف بدن لرې چې مونږ یې په ظاهرې حواسو نشو حس کولي بلکه په ځانګړو حواسو یې حس کولي شو.
لیوسي پس ویل لکه څنګه چې اراده او سوچ یو ځانګړی وجود لرې نو پدې خاطر منفې سوچونه او ارادې هم په فضا کې یو جسم جوړوې او همدا ستاسو خپل جوړ شوی منفي جسامت ستاسو له مغزو ستر بر خورد او تصادم کوې او ستاسو د لا نا کامي او بد مرغې سبب کیږي. 
مګر ستاسو تل قوې او مثبت فکر او اراده یو مثبت غښتلی ارادې لطیف جسامت په فضا کې جوړوې او همدا مثبت جسامت ستاسو د پرمختیا سبب کیږي.

زشت کارونه او شهوانې خیالات په کثرت سره د خوی جوهر له منځه وړې او بلاخره د انسان ارادې طاقت صفر کیږي یا دومره ضعیف کیږي چي د هغه په ژوند کی هیڅ مثبت رول نشي لوبولي داسي انسان به اړ وې هر څه بدنې اجرا کړې ، پدې سبب چې د هغه اراده او تفکر هیڅ اغیزه نلري نو اړوند انسان به هیڅ کله خوی هم درک نکړی او پدې سبب به د هغه باور یواځې په ښکاره شیانو شي او هر څوک چې په ښکاره شیانو باور پیدا کړې په هغه انسان کې به د شهوت قوه غښتلې وې چې پدې ترتیب سره به ټولنه هم د خوی د فساد په رنځ اخته کړې.

======

لیوسي پس د پرېکړو په اړه
اولین کس لیوسي پس منل کیږي چې د پرېکړې یا ارادې په لطیف جسامت باور لري ، او هغه ددې باور د ثبوت لپاره خپل لاسونه په یوه غونډه کې والوزول او بیا ونه توانید بیرته خپل لاس روغ کړې او همدایی د ژوند اخرې تجربه وه چې څو ورځې پس ومړ.
نوموړې تر هر څه زیات په باور او اراده ټینګار کاوه ویل یی

باور او اراده هغه څه دې چې په ژوند کې د انسان سر نوشت ټاکی، 
ډاډمنه اراده یو لطیف وړانګیز او څپه ای جسامت لرې چې ستاسو د ټینګ تکړه او هر ځای هر وخت ملګري په ځیر په فضا کې له تاسو سره هر وخت ګرځې.

لیو سي پس وایی که په ساده ژبه ووایم چې بخت همدا ډاډمنه اراده ده نو هیڅ دروغ به می نه وې ویلي.
مګر ددې لپاره چې انسان حقیقي ډاډمنه اراده پیدا کړې باید زیاتې حصولي او حضورې زدکړې وکړي.

مطالب له پـــــــــــــــرېکړنــــــپوهې

Posted in Default Category on January 06 at 09:15 AM

Comments (0)

No login