خواص ، ترغیب ، تحریص او حواس

ترغیب او تحریص  یانې  هڅؤل او پڅتاند   Encouraged and Enticement

د خپلو موخو ، سیاسي ، سوداګرې  او په ټولینز ژوند کې  انکول یا ډامیال  خلک ( مطلوب خلک)  په داسې جملو ، خبرو ، الفاظو او  شعارونو کې  نغښتل چې مطلوب خلک ستاسو مطلوبو موخو ته ورو ورو   راضي او په هغه ستاسو فکراو خبرې غلبه وکړې  ديته   ترغیب وایې چې په پښتو هڅؤل یادیږي. او یو څوک چاته داسې خبرې ، اترې چل ، تګلاره حرکات  او وئنا کول  چې له هغو څخه انکولو (مطلوبو) خلکو ته  د رغبت تر څنګ په ذهن کې یوه پټه  تمه  پیدا شې نو دېته په پښتو پڅتاند وایې او په عامه اصطلاح  تحریض ورته وایې یانې چاته حرص ورکؤل.

 ارسطو  د انساني خویونو او رویئو تر نوم لاندې پخپل کتاب کې د ترغیب او تحریص په پوره  سپړنې سره سپاړه کړیده ، چې آن  نن هم د خبرو اترو ، سوداګرې ډاګیاڼو (اعلاناتو)، سیاسي څرګندونو او بیانیو  یا ټولینزو وئيناؤ او تماسونو  لپاره ورڅخه ګټه اخیستل کیږې او په روان پوهنه او لوړ خوی پوهنه کې د بنسټ په توګه منل کیږې، ارسطو وایې چې هر انسان حسې ادراک او عقل سلیم یانې لومړنی عقل د حرص او رغبت  خاصیتونه لري، که حرص او رغبت د لؤړ کایناتې عقل او لؤړې اروا لخوا بشپړه سنجول او بیا  موخې ټاکل شوې  وې نو پایله به یې ښه وې او که تر حیوانی روح  او منځنې عقل پورې ترغیب او تحریض محدود وې نو د حاصلولو هلې ځلې او حاصلؤل به یې دواړه د ټولنې او پخپله د هڅاند او پڅاند  لپاره لوی ګواښونه (خطرات)  او ناسمې اغیزې ولرې.  ترغیب دیته وایې چې کوم انسان ته رغبت د بل انسان یا موجود لخوا ورکړل شي، او تحریص هم چې د بل انسان یا موجود لخوا  انسان حرص ته مجبور کړای شي. په رسنیو ، اعلاناتو او بالخصوص سیاسی تقریرونو که  تر اوسه پوري هم د ارسطو  لاندې درې فورمولونه  کارول کېږې

اول 

 د تقریر یا وئنا کونکې ذاتي شخصیت او د هغه د الفاظو انتخاب او د اوریدونکو پري باور .

دوهم 

د اوریدونکو ذهنې سطحې کچه معلومول یا درک کول، او د هغوئ ذهنې عقیدوي، رواجې او ټولنیز حالت ته په لید او ارزؤنې سره په مقابل کې ورته  وړ، کښونکې، ځلالرونکې  الفاظ ، دلایل او انداز په کار اچول.

دریم 

وئنا کونکي د واقعت په حقیقت او د حقیقت په واقعت کې دپټؤلو یا منحل کولو مهارت او د اوریدونکو د ترغیب او تحریص وړ دلایل یا حواله ورکول.

د روح وظیفه   د اروا دنده)  Function of Soul    

د اروا دنده کتلې یا د کتلې غړو ته خوځښت،  مقصد او د ګډون خاصیت  ورکول دي. دلته کتله ځکه یادیږې چې هیڅ یو شتاندی یا موجود یا بڅری په درست چګتال (کاینات) کې نشته چې په هغه کې دننه بریښنایې اروایې قوه نه وې ، آن دا چې پخپله د قوې یوه ضخیمه برخه بلل کیږې او په ځان کې دننه خوځښت لرې. د انسان  هر عضو په خپلو خپلو دندو کې بوخت وي، اروا که څه هم یو غیر ملموس یا نا مرئي شی دی، مګر سره لدې د ټول وجود په ټولو ذراتو کې ویړه وې، د اروا ( ژوند ځواک)  یوه دنده دا هم ده چې د بدن د غړو  تر منځ د کار سمون او برابرې پیدا کړي، اروا  د بدن د غړو او د هغو د ادارکو یوغږي را منځته کوي، او د وجود ټولو غړیو ته ژوند وربښي ، د اروا  په بدن کې ټیکانې یا مرکزونه سر غړې ( اعضاي ریسه دي )، ( رئسه اعضا  : مغز ، زړه ، ینه ) دي، روح زړه ته یو ځانګړی خوځښت ورکوې تر څو په سمه توګه ټکان جاري وساتې او بدن ته د وینې په مرسته اړین توکې  ورسوي،او د وینې د حرکت له سببه یوه ځانګړې قوه پیدا کیږې ترڅو انسان ژوندی وساتې .  تر څو چې زړه منظم ټکان کوي د انسانی روانې وضیعت هم ښه وي او ژوندی وي ، هر کله چې اروا  له زړه څخه خپله خوځنده  قوه پرې کړې نو زړه  هم دریږي او هر کله چې زړه ودریده نور مرګ پیښیږې کېږي او اورا  له انسانه وځی. کله چې کوم انسان په زړه یا رئسه غړیو وهل وخورې تر هغه کچې وهل چې د زړه د ټکان د دریدو سبب شي مانا یې داده چې په اړوند انسان وارده شوې قوه (ضربه) دومره غښتلې وه چې د زړه او د اروا  ځانګړی  سم توافق یې قطع کړ، ځکه نو مړېنه واقع شي.

پنځګوني حواس (پنځرکي ) Five senses

ارسطو د انسان پنځګوني حواس لکه ، اوریدنه ، لیدنه ، بویونه ، خوند کتنه او لامس حس کول د اطراف عصبي تارونو چې له عقل سلیم سره نښتي  دي او د روحې ځواک په وسیله حساس شویدي د تحسیساتو فعالیت کوي تشریح  کړل، د ارسطو په نزد تر ټولو قوي حس لیدنه یا باصري حس ده ، او وایې د لامس حس نباتات هم لري، زیاتوي که په انسان کې لمسي حس نه وي نو د اوریدنې او او لیدنې حس هم اغیزمن کوې. ( مګر ویدا او عرفان  تر ټولو  قوې حس اوریدنه  راپیژنې او ځانګړې دلایل لري)

ارسطو وایې د پنځو حواسو هیڅ یو غړی پخپله  د حس معلومؤلو وړتیا نلرې ، په هر یوه غړې پورې د عقل سلیم ( منځنې او حیوانې عقل)  تارونه نښتي وې ، اړوند تارونه  په خورا چټکې سره  مغزو  ته  ځوږ  ( لړزه ) انتقالوې او مغز د لړزو پیژندنه کوې .

ارسطو د پنځو حواسو  ناظم حس ته شپږم  حس  وایې ، یانې کله چې یو څوک خط لیکې یا وئنا کوې نو ورسره لاس ، ګوتې سترګې شونډې ژبه  په مناسبه وړ توګه خوځوې ، همدا شان  ارسطو  په  لمړنې حیوانې عقل کې یو بل حس د چټک غبرګلون په نوم را پیژنې چې په غیر ارادې توګه  دا حس کار کوې ، د بېلګې په توګه که د چا سترګو ته په تیزي لاس ور نږدي شي نو سترګې یې پخپله د پټیدو غبرګلون  ښیې ،  همدا د غبرګلون  حس په ټولو اعضاؤ کې شته چې د  وخت ، ځای او شونتیا سره سم ورو یا چټک  غبرګلون کوې.

د چټک غبرګلون  حس چې تر برید زیات شي وهم او رنځ بلل کیږې او که کم شي هم رنځ بلل کیږې.

 
له پرېکړنپوهې 
Posted in Default Category on April 14 at 11:27 PM

Comments (0)

No login