ارسطو اتمه او نهمه برخه

Teleology of Soul  د روح موخه     

روح پخپل ځان کې یوه موخه  لرې، او د هغې  تر  سره کیدل  د روح موخه ده ، په ټاکلې موخه  کې د ناکامې په بڼه یا صورت  کې د محرومې احساس پیدا کېږې ، هر هغه څوک چې د روح اصلې مقصد یې درک کړ ، او په خپل پوره کمال ، استعداد ، استدلال او لوړکایناتې عقل سره  یې د هغه مقصد د تکمیل لازمې او وړ هڅې وکړې ، نو هغه انسان به د ټولنې یو غوره ښګوڼ ( ښیګړه رسونکی  کس یا شخصیت وي)،  د ټل (فرد) ، ټبر  او ټولنې تر منځ دا یوه ښکلې په زړه پوري  مسابقه ده چې په پاېله  کې به یې ټولنه د خوښیو او حسرتونو یوه ځانګو شې. خو که چا دروح اصلې مقصد درک نکړ ، یا یې په لازم استعداد ،کره استدلال او وړ توګه  سره د روح دمقصد د تکمیل لپاره  سمه پرېکړه او تکل  ونکړ نو هغه ټل  یا ټلان (فرد او افراد)  به د ټولنې لپاره  ستر ناورین او ستر ګواښ وې،  دا ډؤل ټلانو ( اشخاصو)   د عقل سلیم ( حیوانې عقل)   او لؤړ عقل  تر مینځ اړېکه   ډیره  ومړې (کمزوري)  وي او د هغه کړنې ، غوښتنې ، پوهه ټول لکه حیوان د نکلونو او له نورو اخیستني (حصولي بڼه لرې) ، د هغه دلایل او فکر طرز داسي وې چې یا په ظاهرې حواسو تکیه کوې او یا هم په هغو توکو تکیه کوې چې له نورو څخه یې زده کړې یا نکل کړې وې.  که څه هم د انسان وژنه پخپل ذات کې ناورین ده، خو د بدترین ناورین د مخنیوي په خاطر  قانون ته پکارده چې په لازمه توګه  له داسي اشخاصو ټولنه پاکه کړې چې تر د سلیم عقل ( حیوانې عقل) تر حاکمیت لاندې شوې وې او د رغیدو  تمه یې نه کیږي.

چارواکو او قانپوهانو ته په کار ده چې هر ځؤلنتون ( محبس ) لکه  پوهنتون  داسې  وې چې هلته د ځولانه شویو ځولانیانو  په  خورا  په  لوړه کچه  آندې او ذهنې اکلي  روزنه  او رغونه وشي او هغه څوک چې د ذهنې رغونې وړ نه وې باید ټولنه ورڅخه  پاکه شي. دا ځکه چې کله په ټولنه کې په انسانانو  سلیم عقل (حیوانې ) عقل حاکم شو نو ټولنه به له خورا ډیرو بدمرغیو ، ځانغوښتنو ،  پړستوب ، (اخلاقي پاړسوب) او انسانې پاړسوب سره مخ شي.

-------------- 

ښه آندنه  ) نیک نظرې)    Optimistic view

ارسطو پدې آند وه چې په هر انسان کې د غورواې او ښه والي توکی یا عنصر  پیاوړی وې، که د یوې ټولنې ډیرئ  غړي د ښیګڼې آند او انګیر ولري ، او د ښیګڼې (خدمت) په مانا او سمه وړ لاره هم پوهه وې نو هغه فطرتآ بد کارونه نه کوي او داسي  ټولنه په تیزې سره د نیکمرغې په لور درومې، ارسطو او سقراط د نیک نظري په اړوند نږدې یوبل ته ورته  نظرلري، او دواړه موافق ښکاري. ارسطو زیاتوي. کوم انسان چې ناوړه او بد کارونه کوې د هغه تر شا هرو مرو کوم سبب یا علت  وې لکه  ناسم تربیت، ناسم باورونه ، ناسم پوهاوی ، ناسمې انګیرنې  او یا هم د ا چې د بدو کونکی فکر کوې چې  ښهء کؤم.  که اړوند انسان د ښو په کره پیژاند او د ښو په کره سمه لاره  پوهه شي  نو هغه پخپله ناوړه او ناسم کړهء نه کوې .  ارسطو او سقراط دواړه ډیر بشردوسته او دزیات تحمل (ځغم)  لرونکي ول، هغوئ ویل که یو چاته قناعت ورنکړای شئ نو هغوئ  په بدو الفاظو مه یادوئ بلکه د خپلو دلایلو له سره کتنه وکړئ ، هڅه وکړئ د هغهء  فکر ته د ننوتولو سمه مناسبه  انساني معقوله (تاکلاتي)  لاره  پیدا کړئ، هر ذهن ته لار شته خو که تاسو یې په څرک او لټون کې بریالي شئ، که وخت کم وې ، او تاسو پدې پوهیږئ چې د مقابل لورې تفکر ، باور ، عقیده ،  دلائل ناسم دي ، او د هغهء د پوهاوې لپاره  زیاتو  بنسټیزو سپړنو او له سره فکر رغونې ته اړتیا وینئ نو  اړوند بحث په یوه  اغیزمنه ، ذهن ته ننوتونکې او پراخه مانا لرونکې داسې پوښتنه پای ته ورسوی چې اړوند کس د هغې پوښتنې په لټون او هڅه کې پخپله تر ډیره بریده کره حقایقو  ته ورسیږي.  له ناپوهو سره په کم وخت نامناسبه چاپیریال کې ځکه څیړ څاړ یا بحث باید ونشئ چې  ناپوهه  غواړې  هر څوک له هغهء سره د هغه د ذهن ، عقل او فکر د دلایلو او اصولو له مخې خبرې وکړې ، کچیرې کوم پوهه  د اړوند ناپوهه  دلایئل د بحث لپاره ورسره ومنې او په هغو اصولو ورسره  هوکړه وکړې نو د بحث پایله به خورا خندنۍ او د پوهه  په  اهانت ، سپکاوې او جهالت  تمامه شي ، دا ځکه چې  لؤړ اصول او قواعد  د ناپوهه په ذهن کې نه وې او لؤړه پوهه په ټیټو اصولو او قواعدو د کچلو  حل کؤلو او څیړلو وړ نه وې.

د ارسطو په آند  انسان یو  ټولنیز  ژوندی شتاندی (مخلوق) دی، او بې له سمې وړ انسانې  ټولنیزې زندګې څخه بې برخې زندګې  روح کره  موخې یا  مقصد ته د رسیدو پر ځای نور هم واټن زیاتیږي او پایله یې دا وې چې له وړ سالمې ټولنې څخه د  یواځیتوب خوښونکي انسانان له ستر روانې  او نفسي خواهشاتي  رنځ څخه ژور اغیزمن کیږي  چې ځان ، هیواد او ټولې نړۍ ته ستر ګواښ جوړیږي.  داسي رنځ وهلو ته   خپلي نفسې غوښتنې  خپل انسانې حقوق ښکاري او داسې آندي  چې له دغو  ناوړه  کړنو  محرومیت   ظلم او له  حقوقو بې برخې توب دی.

داسې انسانان  په ټوله  کې پخپلو پنځو حواسو باور لرې او دوئ هر هغه څه نیکمرغې ګڼې  چې دوئ ښکاره  لذت ورڅخه اخلې.  او هر هغه  قانون یا دود بد او بدمرغه بولې چې  ددوئ  لذتونه  مهاروې  تر څو د لذت  یا خؤند اخیستلو   وړ  او ناوړ  سره بیلوې او دوئ   ته  وړتابه  درجې  او  بریدونه ټاکې.

Posted in Default Category on April 14 at 12:26 PM

Comments (0)

No login