(اسلام ضد عقاید( له پرېکړنپوهې څخه

 

(اسلام ضد عقاید( له پرېکړنپوهې څخه

د اسلام ضد عقایدو تشریح یعنی  هغه عقاید   ، باورونه یا اعمال چې د مسلمان عقیده رکود کوې

ګرانو مطالعه کونکو لاندې احکام مستقیم د قرآنکریم د امر او نهی له ایاتونو تاسو ته لیکل شوي، چې ، د هیڅ دلیل او رد ځای پکې نده پاتې، هیڅ کوم مذهب یا امام یا مولوي یا عام حق نلري چې د قرانکریم په کوم ایات کې کمې او زیاتې وکړې. په هر مسلمان فرض عین ده چې خپله عقیده بشپړه د قرانکریم له هدایت سره برابره کړې. پورته مو د روکود بحث کړی وه ، دلته د رکود (عقیدوې بحران) په هکله ډیر مهم ً قرآنی معلوماتو ذکر کوم

 

---------------------------------

اول:

 

لمړئ:-

د الله (جل جلاله ) سره په عبادت او یا الهی ذاتې صفاتو کې شریک نیولو سره یو مسلمان که هرڅومره متقي او پرهیزګاره هم وې مشرک دی، او د مشرک ټول اعمال ضایع دي. مشرک او که بې خبره وې شدید ګنهګار دی ، که خبر شي باید سملاسي توبه وکړې، او نور له شرکي افکارو ، اعمالو ، عقایدو عباداتو څخه په شدت سره ځان منع کړي.

الهي ذاتي صفات هغه دي چې ضد نلري چي بیان یې مخته څو ځله شویده.

الله (جل جلاله ) فرمایي: )إِنَّ اللّهَ لاَ يَغْفِرُ أَن يُشْرَكَ بِهِ وَيَغْفِرُ مَا دُونَ ذَلِكَ لِمَن يَشَاء(116)(. [النساء].

الله (ج ) بخښنه نکوې هغوئ ته چې شرک کوې، بغیر لدې هغه چاته چې وغواړی بښنه کوې.

)مَن يُشْرِكْ بِاللّهِ فَقَدْ حَرَّمَ اللّهُ عَلَيهِ الْجَنَّةَ وَمَأْوَاهُ النَّارُ وَمَا لِلظَّالِمِينَ مِنْ أَنصارٍ(72)(.

[المائدة]. څوک چې د الله (جل جلاله ) سره شریک نیسې بې شکه په هغوئ جنت حرام دی ، د هغوئ ځای اور دی ، ظالمان مرستندوی نلري.

د الله (جل جلاله ) سره په عبادت یا الهی صفاتو کښی شریک نیول شرک دئ، الهی صفات هغه ته وایي چې نه ضد لري ، نه زوال او نه یې اندازه کیدای شي ، او فعلي هغه صفات دي چې ضد لري، مګر زوال نلري.

کمالي هغه صفات دې چې د عالمونو په بیلابېلي بڼې سره یې تجلا کړیده.

 

وَٱلَّذِينَ كَفَرُواْ وَكَذَّبُواْ بِ‍َٔايَٰتِنَآ أُوْلَٰٓئِكَ أَصحَٰبُ ٱلۡجَحِيمِ ایت شماره 9 تا ده سوره مایده

او هر هغه څوک چې مخ ګرځوی اویا ایاتونه تکذیب کوی، هغوی اهل دوزخ دی.

 

===========================================

دوهم :

هغه کسان چې (نعوذ باالله ) د الله (جل جلاله ) په هکله هم فکر کوي چې لکه د انسانانو د محکمو د قضا په شان یو قاضي دی، چي مجریم به د خپلوانو یا دوستانو په سفارښتنه وبښې، د بیلګی په ډول کوم چا جرم کړی وي، نو د محکمي قاضي ته یا رشوت یا خپلوان وسېله یا منځګړی (میانجي ) ورولي او قاضي هم موضوع اخوا دیخوا کړې، پس د الله (جل جلاله ) څخه داسې توقع کول د هغه پاک عادل ذات او د هغه د عدل توهین دی، پدې سبب د ځان او الله (جل جلاله ) تر منځ میانجي یا واسطه مه نیسئ. له الله (جل جلاله ) څخه هره دعا مستقیم وغواړئ، د کوم زیارت یا اصحابې یا بله ذریعه بښنه یا دوعا مه غواړئ ، یواځې ستاسي نیک اعمال ، ښه عبادت او کره توبه الله (جل جلاله ) ته د بښنې غوره وسېله ده.

که چیرې کوم څوک بې له خالق تعالی څخه په بل هر چا هر څه توکلَ کوي، دا شرک او خرافات دي. دا ځکه چې الله (جل جلاله ) فرمایې- ماته د قربت تر ټولو غوره وسېله یواځې همدا کتاب (فرقان ده) ، چې تاسو ته په ښو اعمالو هدایت کوي.

همدا رنګه د کوم مړي یا زیارت په نوم نذر ایښودل یا چاته ننواتی پسه حلالول یا بغیر د الله (جل جلاله ) نوم څخه ذبح کول دا هم شرک دی ، جایز ګڼل یی کفر دي، تکرار کونکی او روا بلونکی یې کافر دی. پدې شرط چي پدې خبر شي چې شرک ده مګر بیا هم دا عمل تکراروي.

هغه کره قرانې دلایل چې د الله (جل جلاله ) او د ځان تر منځ وسېله ردوي او منع کوي په لاندې ډول دي.

--------------------------------------------------------

 

الیف د قرانکریم په حکم سره لایل

لمړئ دلیل در سوره فاتحه (ام القران)

سُورَةُ الفَاتِحَةِ

بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ ١ ٱلۡحَمۡدُ لِلَّهِ رَبِّ ٱلۡعَٰلَمِينَ ٢ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ ٣ مَٰلِكِ يَوۡمِ ٱلدِّينِ ٤ إِيَّاكَ نَعۡبُدُ وَإِيَّاكَ نَسۡتَعِينُ ٥ ٱهۡدِنَا ٱلصرَٰطَ ٱلۡمُسۡتَقِيمَ ٦ (صلی الله علیه واله وسلم )رَٰطَ ٱلَّذِينَ أَنۡعَمۡتَ عَلَيۡهِمۡ غَيۡرِ ٱلۡمَغۡضُوبِ عَلَيۡهِمۡ وَلَا ٱلضَّآلِّينَ ٧

د الله (جل جلاله ) په پاک نوم سره چې ستر مهربانه او بښونکی دی ﴿1﴾ ټوله ثناء او صفت یواځې د عالمونو مطلق اولین او اخیرین قادر ذات لره ده ﴿2﴾ هغه ډیر ستربښونکی او مهربانه ده﴿3﴾ د جزا د ورځې ټول واک ده ﴿4﴾ ای ستر مالکه یواځې سوچې تاته عبادت کوم، او یواځې سوچې له تا څخه مرسته غواړم ﴿5﴾ ما ته په سیخه لاره بوهاوی راکړي. ﴿6﴾ هغه سیخه لاره چې تا خپلو نیکو بنده ګانو ته ډالۍ کړې وه او ده، او نه د هغو لاره چې ستا د کمال په قهر او غضب کې واقع شویدي او لوی لار ورکي دي. 7﴾

قدرمنو مطالعه کونکو پورته ایاتونو ته ښه ځیر شئ ،درې بنسټیز ټکي په فکر کې در سره وساتئ لکه : اول د جزا د ورځې ټول واکه (له بل هیچا سره دا اختیار نشته) دوهم یواځی الله (جل جلاله ) ته عبادت کول، او دعا پخپله عبادت ده ، دریم یواځې د الله (جل جلاله ) څخه معنوې او غیبې مرسته غوښتل.

------------------------------------------------------

دوهم دلیل ، د زمر د سوری ایت ۳

إِنَّآ أَنزَلۡنَآ إِلَيۡكَ ٱلۡكِتَٰبَ بِٱلۡحَقِّ فَٱعۡبُدِ ٱللَّهَ مُخۡلِصا لَّهُ ٱلدِّينَ ٢ أَلَا لِلَّهِ ٱلدِّينُ ٱلۡخَالِص وَٱلَّذِينَ ٱتَّخَذُواْ مِن دُونِهِۦٓ أَوۡلِيَآءَ مَا نَعۡبُدُهُمۡ إِلَّا لِيُقَرِّبُونَآ إِلَى ٱللَّهِ زُلۡفَىٰٓ إِنَّ ٱللَّهَ يَحۡكُمُ بَيۡنَهُمۡ فِي مَا هُمۡ فِيهِ يَخۡتَلِفُونَۗ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يَهۡدِي مَنۡ هُوَ كَٰذِبٞ كَفَّارٞ

﴿1﴾ بیشکه چې مونږ په حقه کتاب پر تاسي ته نازل کړی، پس د الله (جل جلاله ) کره (صلی الله علیه واله وسلم )فت ستاینه وکړئ، او خپل دین مو خال(صلی الله علیه واله وسلم ) وګرځوی. ﴿2﴾ پدي پوهه شئ چې د الله (جل جلاله ) بندګی اوستاینه غوره ده له هغه څه چې تاسي په دوستي مو نیولی او وایاست ، مونږ ددي عبادت نکوو ،مګر دا مو د الله(جل جلاله ) د قربت لپاره وسېله ګرځولې دې.

په پورته ایت شریف کې په ډیرو غوڅو او ښکاره ټکو سره الله (جل جلاله ) بی له خپل ذات څخه پاته ټول(مِن دُونِهِۦ) یادکړي چې په واسطو او وسېلو به یې نه نیسئ . او نه به وایاست چې مونږ ددې بندګې یا عبادت نکوو بلکه یواځې د میانجي په ډول یي الله (جل جلاله ) ته مخکې کوؤ تر څو مونږ الله (جل جلاله ) ته نږدي کړي. نو ایا تر دي هم بل څرګندغوڅ دلیل ته اړتیا شته؟

---------------------------------------------------------

دریم دلیل لاندی ایت

١٨٥ وَإِذَا سَأَلَكَ عِبَادِي عَنِّي فَإِنِّي قَرِيبٌۖ أُجِيبُ دَعۡوَةَ ٱلدَّاعِ إِذَا دَعَانِۖ فَلۡيَسۡتَجِيبُواْ لِي وَلۡيُؤۡمِنُواْ بِي لَعَلَّهُمۡ يَرۡشُدُونَ ١٨٦ سوره بقره

او هر کله چې له تاسو ( محمد(صلی الله علیه واله وسلم ) ) زما بندګان پوښتنه وکړي ، نو ورته ووایه چې تر ما (الله (جل جلاله ) ) در ته ډیر نږدي دی، او هر وخت غوښتونکی باید له (الله (جل جلاله ) ) څخه دعا وغواړيې چې قبوله یې کړې، پس باید زما حکم ومنئ او ایمان راوړئ تر څو ښه لاره ومومئ. ( دلته د ایمان تعریف هم موجود ده ).

دی ایت ته هم ښه ژور پام وکړئ، چې په څرګند او غوڅ ډول الله (جل جلاله ) فرمایی مستقیم ماته دعا وکړئ.

-----------------------------------------------

 

څلورم دلیل بقره

١٢٢ وَٱتَّقُواْ يَوۡمٗا لَّا تَجۡزِي نَفۡسٌ عَن نَّفۡسٖ شَيۡ‍ٔٗا وَلَا يُقۡبَلُ مِنۡهَا عَدۡلٞ وَلَا تَنفَعُهَا شَفَٰعَةٞ وَلَا هُمۡ يُنصرُونَ ١٢٣ سوره بقره

وویریږئ له هغې ورځې چې هیڅ یو کس بل کس ته هڅ کمک نشي ورکولای او نه له هغه څخه څه قبلیږي، او نه شفاعت ورته هیڅ ګټه رسولای شي او نه ورسره څوک مرسته کولای شي.

اوس له پورته ایت څخه لا هم ښکاره او برنډ دلیل غواړئ ؟ تر څو الله(جل جلاله ) ته بې له نیک عمل څخه بله هیڅ وسېله او وایسطه یا میانجې او د شفاعت وسېله ونه نیسئ؟

پنځم دلیل سوره یونس

فَمَنۡ أَظۡلَمُ مِمَّنِ ٱفۡتَرَىٰ عَلَى ٱللَّهِ كَذِبًا أَوۡ كَذَّبَ بِ‍َٔايَٰتِهِۦٓۚ إِنَّهُۥ لَا يُفۡلِحُ ٱلۡمُجۡرِمُونَ ١٧ وَيَعۡبُدُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ مَا لَا يَضُرُّهُمۡ وَلَا يَنفَعُهُمۡ وَيَقُولُونَ هَٰٓؤُلَآءِ شُفَعَٰٓؤُنَا عِندَ ٱللَّهِۚ قُلۡ أَتُنَبِّ‍ُٔونَ ٱللَّهَ بِمَا لَا يَعۡلَمُ فِي ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَلَا فِي ٱلۡأَرۡضِۚ سُبۡحَٰنَهُۥ وَتَعَٰلَىٰ عَمَّا يُشۡرِكُونَ -سوره یونس

16﴾ . پس تر هغه بل ستمګر(ظالم) بل څوک ده چې پر الله (جل جلاله ) پوری دروغ تړي او یا د الله (جل جلاله ) ایاتونه تکذیب کوي؟ په رښتیا چې دا مجریمان د نجات په لور نه ځې ﴿17﴾ او دا دهغو شیانو نمانځنه کوې چې هیڅ ضرر یا ګټه دوئ ته نشې رسولای، بلکه دوئ وایې دا زمونږ او د الله تر منځ میانجې یعنې وایسطي دي، تر څو مونږ الله(جل جلاله ) ته نږدي کړي، دوئ ته ووایه ګواکي هغه پروردګار چې په ځمکه او اسمانونو کې په څې نه پوهیږې تاسو غواړئ په وسېلو یې خبر کړئ؟ الله (جل جلاله ) ډیر پاک او مبرا د له هغه شیانو چې تاسو یې ورسره شریک کوئ.

( الله (جل جلاله ) په هر څه خبر ده پوهیژیي ستاسو دا عمل دا مانا لری لکه تاسی چې غواړی الله (جل جلاله ) ته خبر کړی)

په پورته ایت شریف کې هغوئ چې الله (جل جلاله ) ته وایسطې نیسې داسې تشبیه کوې چې دا پدې مانا ده چې فکر کوئ الله (جل جلاله ) هر ځای موجود نده یا علم نلري؟ او دوئ غواړي اوس پدې میانجی (واسطه ) سره هغه ذات متوجې کړي؟ ورته ووایه چې دا کار د الله (جل جلاله ) له شان سره نه ښایې ، الله (جل جلاله ) له دی مبرا دی.

اوم دلیل سوره انعام

وَالَّذِينَ كَذَّبُوا بِآيَاتِنَا يَمَسُّهُمُ الْعَذَابُ بِمَا كَانُوا يَفْسُقُونَ

٤٩ قُل لَّآ أَقُولُ لَكُمۡ عِندِي خَزَآئِنُ ٱللَّهِ وَلَآ أَعۡلَمُ ٱلۡغَيۡبَ وَلَآ أَقُولُ لَكُمۡ إِنِّي مَلَكٌۖ إِنۡ أَتَّبِعُ إِلَّا مَا يُوحَىٰٓ إِلَيَّۚ قُلۡ هَلۡ يَسۡتَوِي ٱلۡأَعۡمَىٰ وَٱلۡبَصيرُۚ أَفَلَا تَتَفَكَّرُونَ

او هغه کسان چې زموږ ایاتونه یې تکذیبوې ، هغوئ به مسح ( محکوم) شي په عذا ، د خپل هغه فسق په موخه باندې.

ورته ووایه چې زه (محمد) تاسو ته نه وایم چې د الله (جل جلاله ) خزانې زما سره دې ، او تاسو ته نه وایم چې زه فرشته یم، او د الله (جل جلاله ) له وحې څخه پرته د هیڅ پیروي هم نکوم، ورته ووایه ایا ړوند او بینا برابردي؟ ایا فکر نکوئ؟

دلته هم ډیر په غوڅو ټکو سره ویل شویدي چې حتا له محمد(صلی الله علیه واله وسلم ) څخه هم هیڅ مه غواړئ بلکه مستقیم د الله (جل جلاله ) څخه د هر څه دعا وغواړئ عقیدې مو پاکې کره سوچې وساتئ توحیدې عقیده همدې ته وایې چې یواځې الله (جل جلاله ) ته تمرکز او عبادت وکړئ.

اتم دلیل لاندی ایاتونه ولولئ

٤٢ أَرَءَيۡتَ مَنِ ٱتَّخَذَ إِلَٰهَهُۥ هَوَىٰهُ أَفَأَنتَ تَكُونُ عَلَيۡهِ وَكِيلًا ٤٣

آیا داسې څوک مو لیدلی چې د خپلو خوی او خواصو په شکل یې خپل معبود نیولی؟ آیا ته به دهغوئ کارساز یې؟

أَمۡ تَحۡسَبُ أَنَّ أَكۡثَرَهُمۡ يَسۡمَعُونَ أَوۡ يَعۡقِلُونَۚ إِنۡ هُمۡ إِلَّا كَٱلۡأَنۡعَٰمِ بَلۡ هُمۡ أَضَلُّ سَبِيلًا ﴿43﴾

هغوئ لکه چارپایان (څلور پښي حیوانان ) داسې دي بلکه تر حیوانانو ګمراتر دي.

د یو مسلمان لپاره یو صحيح شرحي حدیث هم بسنه کوې ، دا لا بیله خبره ده چې مسلسل ستاسو لپاره د قرانکریم ګڼ شمیر ایاتونه مې د کره غوڅو حوالو توګه ولیکل. نور هم زیات ایاتونه شته خو همدومره بسنه کوې چې دا جوته کړې چې د الله (جل جلاله ) او ځان تر منځ وسېله ، میانجې وایسطه ګرځول شرک او مجوسي عقیده ده.

 

-----------------------------------------------------------------------------

د الله (جل جلاله ) اود ځان تر منځ د وایسطي او وسېلي د تحریم منطقي دلایل

 

لمړۍ دلیل

لمړی دلیل دا دی چې د اسلام لمړی بنسټ کلمه طیبه ده او د مسلمانیدلو لمړی رکن او شرط ده، په کلمه کې مونږ د الله (جل جلاله ) سره کلک قول یا تعهد کوؤ چې لا اله یعنی هیڅوک په الهی صفاتو نه پیزنم نه یې منم او نه به بی ومنم مګر الا الله یواځی الله منم چې د ټولو الهې کره مطلقو صفاتو مالک ده او زما رب، زما د فریادکره مرجع او د ستاینې وړ او مطلق ذات ده.

نو که بل ځای کوم څوک خپل حاجت د غیبي مرستي لپاره وړي نو دا خو لدې کلمې او قول څخه ښکاره سرغړونه شوه . یا هم د سرغړوني حېله شوه . حېله جوړول د منافق کار ده او ښکاره سرغړونه د مشرک ، په ناپوهې دا عمل کول د نادان یا جاهل کار ده . د پوهېدا په صورت کې توبه کول او له بدو ، له شره خیر ته پناه وړل د عقل ، او غوره مسلمان کار ده.

--------------------------------------------------------------

دوهم دلیل.

د خپل ځان او الله (جل جلاله ) په مینځ کې وایسطه او فاصله نیول څلور حالته څرګندوې چې هر یو حالت یی کفر او شرک او د الله (جل جلاله ) د ذات اهانت دی.

لمړی :- د الله ( له مستقیم ترحم او مهربانې معیوس او نا امیده.

دوهم :- د الله (جل جلاله ) له ځانه په لري واټن باور لرل حال دا چې د الله (جل جلاله ) کمال هرځای ده.

دریم :- د الله (جل جلاله ) د بې پرواه مطلق عدل په اړوند د وایسطي ناقص فکر.

څلورم :- وایسطه نیونکئ د الله (جل جلاله ) له دی حُکمه بیخې بې خبره وې چې فرمایې ، زما د قربت لپاره یواځی ستاسو (صلی الله علیه واله وسلم )الح عمل (تقوا) او همدا قرانکریم غوره وسېله ده بله هیڅ وسېله زما د قربت لپاره نشته.

ثُمَّ يَقُولَ لِلنَّاسِ كُونُواْ عِبَادٗا لِّي مِن دُونِ ٱللَّهِ وَلَٰكِن كُونُواْ رَبَّٰنِيِّ‍ۧنَ بِمَا كُنتُمۡ تُعَلِّمُونَ ٱلۡكِتَٰبَ وَبِمَا كُنتُمۡ تَدۡرُسُونَ ٧٩ وَلَا يَأۡمُرَكُمۡ أَن تَتَّخِذُواْ ٱلۡمَلَٰٓئِكَةَ وَٱلنَّبِيِّ‍ۧنَ أَرۡبَابًاۗ أَيَأۡمُرُكُم ِٱلۡكُفۡرِ بَعۡدَ إِذۡ أَنتُم مُّسۡلِمُونَ ٨٠ پس خلکو ته ووایه پر ځای د الله (جل جلاله ) ماته عبادت مکوئ، بلکه د الله (جل جلاله ) بندګی وکړئ دهغه څه زده کوئ یی یا یې لولئ دادي چې د الله (جل جلاله ) ل جلاله خالص بنده ګان اوسئ، ۷۹ تاسو ته فرمان نه درکوم چې تاسو فرښتې یا پیغمبران په الهی (صلی الله علیه واله وسلم )فاتو ونیسئ ، ایا تاسو ته بیرته په کفر دستور درکول کیدای شي؟ حال داچي یو ځل د واحد الله (جل جلاله ) بندګی ته تسلیم شوي یاست؟

د مسلمان دعا د بل مسلمان په حق کښی د الله (جل جلاله ) دربار ته ډیر د خیر او د صالح عمل ده، خو دعا کونکئ نه باید لکه د جعلي پیرانو په شان دعا فروش وي. یا لکه په ایران کي د بیلابیلو دعا ګانو اخوندانو قیمت ټاکلی ده.

 

-------------------------------------

یادونه شفاعت:-

دیارلس کاله محمد ((صلی الله علیه واله وسلم )) الله (جل جلاله ) ته یواځې د مسؤلیتونو د کمولو لپاره او پر مونږ د زیات رحم کولو لپاره ، د دین د اسانه کولو لپاره عجز ، عبادت، دعا او شفاعت ستر خالق (جل جلاله ) وکړل. چي خالق تعالی هم پر مونږ دین تر بل هر چا اسانه کړ ، رهبانیت او نور ډیر شیان د محمد رسول الله په برکت او سپیڅلتیا کم شول.

د امتي توب لپاره بلاخره یو چوکات باندي محمد ((صلی الله علیه واله وسلم )) پخپله قناعت او رضایت کړیده.

او دا چوکاټ بشپړ اسلام ده ، چې عبارت له قرانکریم او ټولو صحیح او شرحي احادثو څخه ده.

هر څوک چې پدې چوکاټ کې داخل وې او د ُاُمتي توب له بریده (احاطي نه وي وتلي ) د هغه شفاعت تر کومه بریده چې لازم وه شویده ، مګر که څوک دا تمه لري چي لدې ورسته هم که هر څومره ګناه ګار او خرافاتي ولاړ شم نو هلته به بیا هم شفاعت وي.

دا عقیده له قرانکریم سره ټکر لري. کره عقیده داده ، هر هغه څوک چې د شفاعت په احاطه کي یې ژوند کړیده (د اسلام په بشپړ چوکاټ کې) هغه به د اخیرت په ورځ بیل شي.

محمد((صلی الله علیه واله وسلم )) ته چې شفاعت کونکی لقب ورکول کیږي ددي لپاره نده چې بیا به هر د هر مشرک او خرافاتي شفاقت په قیامت کوي ، بلکه پدې مانا ده چې هغه خورا براخ سهولت او ډیر ښه خوندور اسانه دین مونږ ته بشپړ کړ. تر دې وړاندي اسانتیا نشته.

 

 

 

===================================

دریم ډول شرک او یا کفر:

څوک چې مشرک کافر ونه بولي او یا د الله (جل جلاله ) په کلام کې شک کوې چې دا به تراشل شوی ، سانسور شوی نیمګړی وي او عربو یا چا او چا به خپل نظریات پکې ګډ کړي وي، یا دا کتاب یواځي د یو قوم په ګټه دي، یا دا چې همدا پورته مو ایاتونه ولوستل او پوهي شوئ او بیا هم پدې ایاتونو شک کوئ، او مشرک کافر نه بولو، یا د محمد(صلی الله علیه واله وسلم ) په بیبیانو کې ناوړه خبرې کوؤ یا تهمت ورباندې وویل شي یا پوچ ورته وایې نو هغه هم مشرک او کافر دئ.

البته هغه څوک چې پوهه نه وې باید په خوږه پسته نرمه ژبه او بشپړه مېنه پوهه شي چژ ګرانه وروره ته ډیر ښه مسلمان یې ، مګر داچې په ځېو مسائلو یا تر ننه نه وې پوهه شوی یا ناسم درته رسول شوي ول ، مګر تاسو خپل مسؤلیت اداکړیده او پر ځای کړي مو دي. مګر اوس زه مېنې او لوروني له مخې او د اسلامې وظیفې له مخي تا خبروم چي دا دا اعمال او افکار مطلق مستقیم قرانکریم منع او شرک بللی دي، دا احکام په هیڅ یوه ډله پوري اړه نلري بلکه دا مستقیم هغه احکام دي چې د هیڅ مذهب امام هم حق نلري سر غړونه ورڅخه وکړي. سید ، اهل بیت هیڅوک هم لدي احکامو دباندي حق نلري. او نه یی د تحریف حق لري.

دلیل .

إِنَّا نَحۡنُ نَزَّلۡنَا ٱلذِّكۡرَ وَإِنَّا لَهُۥ لَحَٰفِظُونَ ٩

دا کلام ما نازل کړیده او په تحقیق سره زه پخپله ددې کتاب ساتونکی یم.

 

 

========================================

څلورم شرک :

څوک چې عقیده ولريې ، چې بې له الله (جل جلاله ) یا د محمد (صلی الله علیه واله وسلم ) له وضع شویو لارښودنو څخه کوم بل قانون د بنسټ په توګه د هېواد ،فرد ، ټولنې او سیاست لپاره ښه ده ، لکه د یو هیواد د ځېنې هيوادونو هغه وضعي یا اولسي قوانین چې د اسلام له بنسټیز قانون څخه نه وې استنباط او ، یا د خلکو رواجی قوانین یا رسم رواج ، بی له الهی قانون څخه بل قانون ته ترجیح ورکړي یا بل قانون د ځان په ګټه یا د هیواد یا انسانو یا مسلمانانو په ګټه وبولي نو دا ټول شرک ده . دلیل یې دا ایاتونه دي.

وَمَن لَّمۡ يَحۡكُم بِمَآ أَنزَلَ ٱللَّهُ فَأُوْلَٰٓئِكَ هُمُ ٱلۡكَٰفِرُونَ 44 المایده

او څوک چې حکم کوي بې له هغه څه چې الله (ج) نازل کړیدي ، پس هغوئ کافران دي .

وَمَن لَّمۡ يَحۡكُم بِمَآ أَنزَلَ ٱللَّهُ فَأُوْلَٰٓئِكَ هُمُ ٱلۡفَٰسِقُونَ ٤٧ المایده

او څوک چې حکم کوي بې له هغه څه چې الله (جل جلاله ) نازل کړيدي پس هغوئ فاسقان دي.

-------------------------------------------------------------------------------

 

وضاحت !

د هر هغه هیواد قانون چې اسلام یې بنټیز اصل په توګه د قوانینو او عقیدي لپاره منلي او رسمي وي، او د فرعي مقرراتو ، اداري سیستم اصولو استنباط یې له اول بنسټیز قانون څخه وي هغوئ مشرکان نه بلکه یو اسلامي حکومت اسلامي ملت ګڼل کیږي . د بېلګي په توګه د افغانستان د اساسي بنټیزي مادې.

 

اوله

افغانستان یو اسلامي جمهوري دولت، مستقل ، واحد او د تجزيې وړ نده.

 

دوهمه ماده

د افغانستان د اسلامي دولت بنسټیز دین د اسلام سپیڅلی دین ده ، د نورو ادیانو پیروانان اسلامي دین د قوانینو په پیروي کي د خپلو دیني مراسمو د اجرا اذادي لري.

دریمه ماده

در افغانستان هيچ قانون نمي تواند مخالف معتقدات و احکام دين مقدس اسلام باشد.

په افغانستان کي هیڅ یو قانون چي له اسلامي عقایدو او احکامو څخه مغایرت ولري د منلو او رسمیت وړ نده.

نو پورته درۍ مادې چې زمونږ د بنسټې قانونې اولینې او بنسټیزي مادې دي ، زمونږ د هېواد قانون طاغوطي نه بلکه اسلامي ده ، چې پدې اساس زمونږ د اساسې قانون منل شرک نده.

زمونږ مقررات او اصول کچیري کره نه وې استنباط شوي دا موضوع په علمې مشورو او اجتماع پورې اړه لري مګر هیواد مو اسلامې او د فرعي قوانینو ، مقرراتو او اصولو لپاره بنسټ دقیق اسلامي ده. داسې نده لکه د همسایه هیوادونو قانون چې مطلق طاغوتي قانون ده او ښه بلل یې شرک ده.

 

 

====================================

 

پنځم شرک:

څوک چې د الله (جل جلاله ) یا د محمد(صلی الله علیه واله وسلم ) له احکامو سره یا بغض واخلې ، یا ورڅخه کرکه ولرې ، یا یې په زړه کښې نه خوښوې که څه هم په هغه حکم یا احکامو ایمان ولري خو وایې یاره دا فلانی امر په طبیعت کې خوند نه راکوې. بېلګې په توګه :- ډمتوب نڅا او ساز حرام ده ، او ورڅخه خوند اخیستونکئ مشرک ده ، او افتخار کونکی یا ښه روا ګڼونکئ یې کافر دی، خو کوم څوک وایې دا خبره سمه نده یا ما ته دا حکم او روایت خوند خوند نه راکوې یا روزه سخته ده په طبیعت کې خوند نه راکوې، یا داچې دا اعدام او لاس قطع کول سزا زیاتی ده مختصر دا چې په زړه کې کرکه ورسره ولرې ، نو دا ټول شرک ده، که بې خبره وې سر له اوسه د توبه وباسې. الله (جل جلاله ) فرمایی: )ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ كَرِهُوا مَا أَنزَلَ اللَّهُ فَأَحْبَطَ أَعْمَالَهُمْ(9)(. [محمد].

دا په هغوئ ده چې د الله (جل جلاله ) د ایاتونو ( احکامو) کوم چې نازل کړي کراهت (بغض ) کاوه پس ټول اعمال یې تباه شول.

هیڅوک د شیطان په شان عابد ، متقی ، عالم ، نشې کیدای خو د الله (جل جلاله ) له یوه حکمه څخه یې کراهت وکړ په پایله کې تل لپاره برباد شو. شیطان د الله (جل جلاله ) په هر څه نه یواځې چې ایمان یې درلود بلکه هرڅه یی عینې لیدلي ول . یو کراهت یې هر څه تباه کړل پس پورته ایات هم شیطان او هم هر هغه شیطاني کراهت کونکو لره ده چې کراهت کوي.

 

==========================================

شپژم شرک :

هرڅوک چې د اسلام د دین هر یو جزي یا کلی حکم یا شی په مسخره ونیسې ، یا یې په دانسته توګه د ځان یا قوم په ګټه تحریف کړي : د مثال په توګه په ږیره مسخره ، یا په کوم حدیث ، یا په مسجد لنډه دا هر هغه څه چې الله (جل جلاله ) فرمایلی یا محمد(صلی الله علیه واله وسلم ) فرمایلې په رخشند یی وګڼی یا رخشند پرې وکړي یا ټوقه پري وکړي ، یا یې اهانت او بې احترامې وکړي، که څه هغه ټوقه هسی د خندا لپاره وې یا د چا د مرض او مادي ګټي لپاره یا واقعې وې نو کونکی یې کافر دی، باید فورې خپل رب څخه پدې خطرناک عمل توبه وباسې : )قُلْ أَبِاللّهِ وَآيَاتِهِ وَرَسُولِهِ كُنتُمْ تَسْتَهْزِؤُونَ(65)لاَ تَعْتَذِرُواْ قَدْ كَفَرْتُم بَعْدَ إِيمَانِكُمْ(66)(. [التوبة].

ورته ووایه ایا په الله (جل جلاله ) او د الله (جل جلاله ) په ایاتونو او د الله (جل جلاله ) په رسول پسې مو رخشند واهو؟ پس اوس عذر مکوئ ، په رښتیا سره چې ستاسو (ددې پسخند جرم کونکو) ایمانونه کفر پیشه وګرځول شول.

په ټوله  کې ریشخند وحل د الله ج په بندګانو دا ستر د کبر او غرور علامت او لویه ګناه ده، هڅه وکړئ په چا مسخرې ونه وهئ.

 

 

============================================

اوم کفر:

څوک چی مجوسیت وکړې یعنی سحر کلي یا جزي عمل یا خپله وکړي یا بل ته روایت په کولو سره ورکړي ، د سحر په جم کې د سیمیا ، ریمیا او هیما ټولي فرعي څانګې شاملي دي یاد سحر په وایسطه یو عمل انجام کړي یا کوم څوک ساحر ته د خپل مشکل رفع کولو لپاره ورشي او باور وکړي چې دا ساحر مې مشکل حل کوي، او د ساحر څخه تعویذ یا مرۍ یا ګوتمۍ یا غاړکۍ یا دسمال داسې کوم څه را واخلې او فکر کوې مشکل به یې حل شې دا هم ټول شرک ده: )وَمَا يُعَلِّمَانِ مِنْ أَحَدٍ حَتَّى يَقُولاَ إِنَّمَا نَحْنُ فِتْنَةٌ فَلاَ تَكْفُرْ(102)(. [البقرة].و هغه دوه ( ده فرشتی) یو چاته به یی هم جادو نه ور ایزده کاوه مګر دا چې قول به یې وکړ چې یوازې یې د علمې معلومات لپاره زده کوې مګر نه ددې لپاره چې فتني وکړي، پس مه کافر کیږئ .

يادونه یا وضاحت !

شعبدي ، یا چلغوټي ، کسبي او سببي علوم لکه قیافه پیژندنه ، روان پوهنه ، لوړ خوی پوهنه ، لطیف نور پوهنه ، او داسي نور کوم جادو مادو نده ، او جادو ورته ویل هم ستره عظیمه ګناه ده ، دا ځکه چې هر روا شی ته نا روا ویل او ناروا ته روا ویل هم شرک ده. باید په یاد ولرئ د سحر او انسانې  ځواکونو تر منځ بلا توپیر ده ، سحر ځانګړی علم ده چې  د شیاطینو لپاره ده ، په انسان او بالخصوص په ځمکه  حرام ده ، دجال به بیا د هغه په وسېله نړۍ ونیسې.

 

 

.

=========================================

اتم شرک :

د مسلمانانو په ضد مستقیم یا غیر مستقیم مرسته کول یا د کفر لپاره د مسلمان ملت د اشغال لپاره علت او اسباب جوړیدل که څه هم دا کار په نا داني یا جهالت سره وي ، فرق یې فقط داده چې نادان مشرک چي خبر شي توبه یې قبلیږي چي فورا توبه وباسي مګر هغوئ چې قصدا با خبره خپل کار ته ادامه ورکوي کافران دي. ځکه د کافر معاونت کونکي هم کافر دي. . )وَمَن يَتَوَلَّهُم مِّنكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ إِنَّ اللّهَ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ(51)(. [المائدة].

او هر څوک چې هغوئ (کفار) په دوستي ونیسي نو د هغوئ له جملي څخه دی، او الله (ج) داسي ظالم قوم ته هدایت نه کوي. ( چې په لوی لاس خپله په ځان ظلم کړی وې)

همدارنګه لاندې ایات شریف فرمایې:

لَّا يَتَّخِذِ ٱلۡمُؤۡمِنُونَ ٱلۡكَٰفِرِينَ أَوۡلِيَآءَ مِن دُونِ ٱلۡمُؤۡمِنِينَۖ وَمَن يَفۡعَلۡ ذَٰلِكَ فَلَيۡسَ مِنَ ٱللَّهِ فِي شَيۡءٍ إِلَّآ أَن تَتَّقُواْ مِنۡهُمۡ تُقَىٰةٗۗ وَيُحَذِّرُكُمُ ٱللَّهُ نَفۡسَهُۥۗ وَإِلَى ٱللَّهِ ٱلۡمَصيرُ ایت شماره 27 سوره العمران

همدارنګه له کافر مشرک، مجوسي ، سره د مسلمانې ښځې نکاح که څه هم کافر راضې شوی وې چې مسلمان به شي مګر روایت نلري تر هغو چې مسلمان شوي نه وې ، ځکه ښځه جذبوي.

وضاحت !

د افغانستان په اوسنیو حالاتو کې دواړه ښکېل غاړي دا اتم لمبر شرک او د کفر ټاپه په یو بل وهي.

پوښتنه دا ده چې په کومه ډله د اتم لمبر شرک تر حکم لاندي راځي

 

ځواب :- د افغانستان په دولت او له دولت سره نسبي همکار یا همغږي ځینې سر او مخور پوهه کسان وایې ، امریکا د نړيوال قانون له مخې دلته راغلي ( علت طالبه تا ورته پیدا کړیده ) ، او له افغانستان څخه به له قانون سره سم ووځي ( فی الحال مونږ پدې وضیعت کي نه یو چې له امریکا سره نظامي ډغري وهو ، البت د هیواد اسلامي موضوع پخوا په اساسي قانون کې حل ده ، جزي به یې هم مونږ افغانان خپله حل کړو ، خو راځئ د امریکا د پاته کیدو بهانې ختمي کړو او د نړیوالو قوانینو سره سم ورته وایو نور تاسو ته دلته اړتیا نشته ) دا ځکه که داسي په تدبیر او تخنیک مخکي ولاړ نشو نو لکه داعیش یا پرون کورنۍ جګړې ، سل او زر نوري همداسي بدبختې راته جوړوي زمونږ طاغوت مشرک همسیایه ګان یې لکه د وینځو په شان هره خبر مني او داخلي سپک هیواد پلوره مزدور صفته غله یې هر ډول غلامي ته تیار دي) پس تدبیر او قانون.

طالیب وایې نه

نو د دولت مخور کسان او د افغانستان ډیرئ علماء او د هیواد مخور سیاسي کار پوهان طالیبان د کفارو لپاره په علت جوړلو او د اشغال اسباب جوړلو او په نا اهل توب متهموي او په هیواد کې یې په ناورینونو او ناخوالو خلق کولو خلک فقر ، شرک او کفر ته په مجبورولو متهم کوي.

------------------------------------------

 

پس دا تاسو خپله تحلیل او تعلیل کړئ چې ایا دا صحیح ده او کنه ........................! ا

که د حکومت او سترو سیاسي او دیني عالمانو دا تحلیل ، تعلیل او ادعا رښتیا او پر ځاي وې، او دوئ رښتیا هم کفارو ته په زړه کې مینه او صداقت نلري بلکه له دوستي څخه یې بین الدول متقابل احترام قوانین او اصول هدف وي ، د کومو بنسټ چې سیدنا حضرت عمر فاروق (رض) ایښی ده ، او یو اسلامي هیواد کولي شي د سیاسي اړیکو ، تجارتي او پوهنیزو پراختیا لپاره سیاسي دوستي ولري.

البت ټول باید پدې پوهه یو چې د سیاست نه تل دوستي وي او نه دښمنې . د سیاست د دوستي او دښمنې حد او څرنګوالی دهیواد په اقتصادي ، ملي او نړیوالو سیاسي ګټو د هغه هیواد د اساسي قانون په چوکاټ کي تعینیږي.

 

نو که چیري د چارواکو او دولت پلوه څټو دا ادعا تحلیل او تعلیل رښتیا کره وي نو بیا باید د حکومت کلکه ننګه وشي او نظام اصلاح شي ، دبې قانوني مخه ونیول شي

.

--------------------------------------------------------

او که د حکومت په بنسټیز قانون کي پورته یادې شوې درې ارشدي اسلامي مادې نه وې، او د مدني قانوني شهري قانوني فرعه یې شرعي فقهه نه وي، او اسلامي مقدساتو ته اجازه نه وي یا اهانت کیږي او دولت ورته څه نه وایې یا په قانون کې جرم نه وې بلل شوی ، یا روان سیاسي جنګ رښتیا هم د امریکا په ګټه او د مشرکو همسایه ګانو ته په ګټه او د اسلام او مسلمانانو په ضرر نه وي

مخور ديني او سیاسي کسان او د دولت ټول کسان له امریکا سره بشپړ مخلص او هیواد پلورونکي وي.

بیا نو طالبان پرحقه او حکومت تر اتمه شماره شرک لاندي راځي.

زه خو پخپله په سیاست ډیره نه پوهیږم وړاندي یې تاسي درګورئ ،چي طالب د اشغال معلول او د امریکایانو د ظلم او وحشت او د پاکستان او ایران د چاغښت علت ده او که نده؟

==========================================

نهم شرک:

څوک باور لرې چې ځینې اشخاص لکه ملنګ ، پیر فقیر ، حضرت صاحب ، لال چلباز قلندر او لال غلباز قنلدر یا پاچا یا خلیفه کولي شې له شرعې قوانینو څخه په نه رعایت هم ژوند وکړي ( ورته روا یې وګڼې ) ، یا فکر کوې چې په فقیران او د زیات ملنګان له لمانځه معاف دي ، همدا چې نیم ایمان نظافت ده ، پرواه نلري نه دي رعایت کوي ، پنځه وخته لمونخ هم نکوي ، بریتونه یې هم په خوله کې پراته وي، د بسته کال خیري هم پوري خښي وي، او خلک فکر کوي دا د الله (ج) ولیان دي متصرفان دي او دا خلک د ښارونو او مملکت نظام چلوي . یا عرب نسب عجمو ته زیات الله (ج) ته ګران دي هغوئ کولي شي له شرعي قانون څخه پرته هم څه وکړي ، یا دا چې سیدان یا غاګان نسب تر نورو تور اقوامو د شریعت د قانون پر وړاندي له رعایته برخمن وبلل شي دا دا ټول شدید خرافات کفر ده.

الله (جل جلاله ) فرمایی: )وَمَن يَبْتَغِ غَيْرَ الإِسْلاَمِ دِينًا فَلَن يُقْبَلَ مِنْهُ وَهُوَ فِي الآخِرَةِ مِنَ الْخَاسِرِينَ(85)(. [آل عمران].

هر څوک چې بغیر له اسلامه د څه پیروې وکړي ، له هغه څخه هیڅ هم هیڅ کله نه قبلیږي او په اخرت کښی به د زیانکارانو له جملي څخه وې.

اسلام فقط د سالمیانو دین ده ، نه د عرب ده نه د تور نه د سپین بلکه د ټولو انسانانو حتا ټولي نړۍ ټول بشر حیوان هر څه لپاره ده ټول شریعت ته یک یو ډول مسؤلیت لري ، شریعت فقیر ، عاجز ، موړ ، مسکین ، پاچا ، وزیر ، عرب ، عجم دا نه پیژني بلکه عمل او عقیده.

===============================================

لسم شرک: له اسلامې قانون څخه بل قانون ته مخ ګرځول ، پناه وړل او یا ښکاره ورڅخه منکریدل یا نارینه د کافرې ښځې سره نکاح روا ګڼل یا د مسلمانی ښځی له کافر سره نکاح یا نزدیکت روا بلل، یا په ښکاره د الله (ج) له ټولو یا یک یو حکم څخه منکر کیدل او مخ اړول دا ټول کفر او شرک ده.

ځکه چې الله (جل جلاله ) فرمایی: )وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّن ذُكِّرَ بِآيَاتِ رَبِّهِ ثُمَّ أَعْرَضَ عَنْهَا إِنَّا مِنَ الْمُجْرِمِينَ مُنتَقِمُونَ(22)(. [السجدة].

هغه کوم ستم کارترین (ظالمترین ) چې د الله (جل جلاله ) په ایاتونوورته نصیحت ورته وشي خو مخ ورڅخه وګرځوي ، بې شکه له ګنهګارانو څخه به انتقام واخلم.

په پورته لسو ټولو حالتونو کې که په شوخې وې یا قصدی ، مسخره وې یا ټوقه کولو سره که پورته عقاید افکار یا اعمال وشي نو کونکی یې مشرک دی ، مګر دا چې په زور جبر مجبوري یا ناپوهې سره بل چا دي کار ته اړ شوي وي.

البت څوک چې د شدید ظلم جبر څخه په فشار اړ شي شرک وکړي ، کبیره ګناه یې وکړه ، ایمان یې ضعیف ده ، باید جدا توبه وکړي مګر په شرک کي نه شماریږي.

 

الله (جل جلاله ) مونږ ټولو مسلمانانو ته در درست اسلام بصیرت علم او ورباندې د عمل توفیق راکړی، الله (جل جلاله ) مو د هر قسم شرک او ګناه څخه په خپل فضل لري وساتې. یا الله (جل جلاله ) ستا له عذابونو څخه تاته پناه دروړو.

 

له پرېکړنپوهې

لیکوال :  ډاکتر خادم

Posted in Default Category on November 19 at 08:33 AM

Comments (0)

No login